د بیګ باش لیګ ۱۵مه لوبه د سیکسرز لوبډلې په ګته پای ته ورسېده.

د بیګ باش لیګ ۱۵مه لوبه د سیکسرز لوبډلې په ګته پای ته ورسېده.


  • 4 کاله دمخه (26/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1087

د بیګ باش لیګ ۱۵مه لوبه د میلبورن سټارز او سډني سیکسرز لوبډلو ترمنځ نن په کرارا کې ترسره شوه. 

 

د لوبې په پیل کې سیکسرز لوبډلې ټاس وګاټه او لومړی یې سټارز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه وکړه.

 

میلبورن سټارز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۳ منډې جوړې کړې. د سټارز لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې ګلین میکسویل په ۴۷ بالونو ۷۱ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

 

د سډني سیکسرز لوبډلې ۱۹.۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی ۱۹۴ منډې هدف بشپړ کړ، د سیکسرز لوبډلې لپاره تر ټولو زیاتې منډې ډینیل هافس په ۵۱ بالونو ۹۶ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

 

د یادونې وړ ده، چې د بیګ باش ۱۶مه لوبه راتلونکې ورځ د ډسمبر  په ۲۷مه نېټه د بریسبین هیټ او هوبارټ هوریکنز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.