ناکامه مینه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختیارځدراڼ
  • 1137

لعل محمد¬ته خدای (ج) پرله پسې څلور زامن ورکړي وو،که څه هم کورودنه یې دډیرو اولادو د پیدايښت طرفداره نه وه، د دوو نارینه اولادو  له پیدایښت نه وروسته يې غوښتل، چې که دا ځل یې خدای (ج) دیوې لور مور کړي،مګرپه همدې هیله یې له څلورو زامنو نه ورورسته په ډیرو دعاګانواوتلوسوڅانګه موندلې وه،څانګه په موراو پلار له حده زیاته ګرانه وه. څانګې به په ماشومتوب کې چې کله هم له رختي توکونه نانزکه او یا  ناوې جوړه کړه او په رنګ،رنګ مشکڼوبه یې وپوښله بیا به یې، دنسیم دناوې نوم پری کېښود، نسیم د څانګې مشر ورور ؤ  او خدای  (ج) ښه لوړه او ګرده ځواني پرې لورولې وه، د دولسم صنف له فراغت نه، وروسته له پلار سره د رختونو په دوکان کې کېناست،څانګي دنسیم دکوژدني او د واده یوه دنیا ارمانونه  په زړه پراته وه،خوچې کله به هم دنسیم د واده خبره یاده شوه، نسیم به په څه نه څه خبره او بهانه تیریاسته،ځکه چې لا پخوا دیوچا سترګودنسیم په  زړه کې ځان ته کورجوړکړی وو او بې له اجازې زړه ته کوزيدې، چې کله به یې هم دنسیم تنده په تلوسه بدله کړه زر به له دوکان نه ووت،دګاونډي ددوکان په ګلاس کې به یې له سوړ اوسیلي سره سترګي وڅښې. ټوله ورځ به یې په دې تلوسو تېریده.اوچې کله به ماښام له پلار سره له دوکان نه راتلو په څه بهانه به یې له پلار نه لار بیله کړه . دنسیم دکورپه لار کې به سپوږمۍ داسې په بلۍ ورته راښکاره شوه، لکه چې سړي ترسپیدو شوګیر ګړی وي او دخپل جانان دپیزار ښکالو یې تر غوږشي  او  ناڅاپه یې هغه تصویر مخ ته ودریږي چې لږ ساعت د وړاندې یې  دشوګیر په ډیرو تلوسو کې نغاښت .هوسپوږمۍ رښتیا هم سپوږمۍ وه. په وړوکوالي کې به دکلي اوچم ماشومانو کولچه بلله،غټې _غټې سترګې، اوږده کږه باڼه،نرۍ _ نرۍ شیرې شونډې،اودغږپه لفظ ،لفظ کې یې بلا _ بلا اداګاني نغښتي وې،دقدرت یو ځانګړي جوړښت و، نسیم اوس دسپوږمۍ رڼاته شپې تیرولې اوټوله شپه به یې دسپوږمۍ په مړوند له پاسه سر ایښی و او یو له بله به یې خوږې،خوږې خبرې کولي  او دشپې له خاموشي به یې لطف اخیست دنسیم دورځې له لمرځینې کرکه کیده،نسیم به له ځان سره دسپوږمۍ له زلفو خوږې عطرینې وږمې هره ورځ د کور انګړ ته راوړې. له ملا اذان سره به نسیم چې کله کورته راستون شه او په بستره کې به یې سرلا دننه کړی نه وو، چې پلار به یې دلمانځه لپاره پرې غږ وکړاو له  لمانځه نه وروسته به یې چې سبا ناری وکړ،  نسیم او پلار به یې دوکان ته ولاړل . د  نسیم به درسته ورځ سترګې تکې سرې وې،پلار یې اوس پرې دنیشې ګمان کاوه.کله نا کله خو به په  دوکان کې په ناسته داخستونکو له مخي ویده وو . ورو_ ورودشپو شوګیرو په نسیم دناوړه اغیز لمن راخور وله،دڅه مودې له ترېدو  وروسته شوګیرنه یواځې  د نسیم په صحت ناوړه اغیز وکړ،  بلکه دهغه په خبرو، کالیو ،پاکوالي،اوچال چلن یې هم ناوړه اغیز وکړ.  .پلار یې نسیم څو ځلي ډاکترانو ته وروست، مګر ډاکتران یې هم په مرض نه پوهیدل اوډېروملایانو نه یې تعویذونه هم ورته راوړل مګر په نسیم یې اثر نه کاوه.   اوس نسیم هغه نسیم نه وپاتې ببر ویښتان او وچ کلک شوی واونه یې هم هغه دنګه اوګرده ځواني پاتي وه.لاسونه یې ریږدیدل.او نور دشوګیرو توان هم نه و ورپاتې ، له څو ورځوسختې مریضۍ نه یې ورسته دابديت  لپاره سترګې پټې کړې .