بادغیس کې عملیات؛  ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوي

بادغیس کې عملیات؛ ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوي


  • 3 کاله دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1219

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو د هوایي ځواکونو په ملاتړ د بادغیس د لوا د قومندان  حسیب الله مسعود تر مشرۍ لاندې د بادغیس ښار په اړوندو کې عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه زیاتوي په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د قلعه نو زیاتې سیمې له طالبانو پاکې شوي او عملیات به د قلعه نو ښار تر بشپړ پاکېدو پورې جریان ولري.