زرګونو پاکستاني فعالانو د طالبانو په پرمختګ خوشحالۍ کړي دي چې له همدې امله مې لاندې تصویر پر خپل ټویټر خپور کړ.
د ۱۹۷۱ کال په دې تصویر کې د نیازي په نوم پاکستانۍ جنرال هند ته د تسلیمۍ رسمي سند لاسلیک کوي چې له مخې یې سل زره پاکستاني عسکر هند ته تسلیمیږي.
ما وویل چې مونږ په خپل تاریخ کې دومره ننګین سند نه لرو او نه به یې ولرو.
له پرون راهیسې د پاکستان پخوانیو وزیرانو، پانګه والو د یوه خصوصي بانک خاوند چې په امریکا کې یې زده کړې کړي، مشهورو خبریالانو او د مدني ټولنې غړو ټولو راته لیکلي چې منتظر واوسه چې جسد دې د برق په پایه ځوړند ووینو .
یوه لیکلي طالبانو د پاکستان د ریښتینو دوستانو په توګه تاسو ته یوځل د عبرت درس درکړ او نجیب یې د برق په پایه کې وځړاوه.
لطفا زما ټویټر ته سر ورښکاره کړئ چې درته معلومه شي پاکستان څومره ددې خاورې او افغانانو پر ضد د غچ او غصې حس لري .
که څوک په دې اړه معمولي شک هم لري په یقین به بدل شي. یوه پاکستاني فعال چې په امریکا کې یې دکتورا کړې ده لیکلي، طالب ته مو روزنه ورکړه چې تاسو او ستاسو نظام له خاورې سره خاورې کړي ترڅو د افغان په نوم په خپل ګاونډ کې کوم نمک حرام ونه لرو.
څومره چې مو پر وړاندې د دښمن نیت او څیره روښانه کیږي هغومره مونږ ته پکار ده چې خپل هوډ غښتلی کړو.
طالب رسوا او ناکامیږي فقط د وخت واټن په منځکې دی.