افغان حکومت: د اسټرالیا د ډیپلوماتیک حضور د بیا فعالېدو هرکلی کوو

افغان حکومت: د اسټرالیا د ډیپلوماتیک حضور د بیا فعالېدو هرکلی کوو


  • 3 کاله دمخه (23/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1333

افغان حکومت د اسټرالیا د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له‌مخې یې په افغانستان کې بېرته خپل ډیپلوماتیک حضور فعالوي. 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د اسټرالیا هېواد د هغې پرېکړی هرکلی کوي، چې پر بنسټ یې غواړي بېرته افغانستان ته راستانه شي. 

په همدې حال کې بیا ویل کېږي، چې ښایي د افغانستان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ افغانستان ته د اسټرالیایي ډیپلوماتانو د بېرته راتګ په اړه بحث او خبرې وشي.  

دې وزارت دغه‌راز زیاته کړې، اسټرالیا له افغان حکومت سره نږدې کار کړی او دوی یې د بېرته راتګ هرکلی کوي. 

اسټرالیا په افغانستان کې د خپل ډیپلوماتیک حضور د بېرته فعالېدو خبره داسې مهال مطرح کوي، چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو له کبله په کابل کې خپل سفارت وتړه.