ناټو د افغانستان پر روان وضعیت ځانګړې غونډه‌وکړه

ناټو د افغانستان پر روان وضعیت ځانګړې غونډه‌وکړه


  • 3 کاله دمخه (20/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1185

د ناټو پوځي کمېټې د غوڅ ملاتړ ماموریت له خپلو متحدینو سره د افغانستان د روانو حالاتو او تحولاتو د خپل منځي همغږیو په اړه ځانګړې غونډه کړې‌ده.

د ناټو له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې دغه‌راز له افغانستانه د تخلیې په اړه هم خبرې‌اترې شوې‌دي. 

د ناټو د خپرې شوې اعلامیې پر اساس، چې ناټو او متحد هېوادونه یې د وروستیو پېښو پر وړاندې د ګډ ځواب لپاره پر همږغۍ کار کوي. 

د ناټو غړي هېوادونه دا مهال په افغانستان کې روانو حالاتو او وروستیو بدلونونو ته سخت اندېښمن دي. 

ناټو او متحدان یې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د عملیاتو د جاري ساتلو او د ناټو، د تړون د متحدانو او نورو د اېستلو په اړه هره ورځ غونډې کوي، چې ښایي نن‌هم د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په تړاو یوه غونډه ولري.