- 2 کاله دمخه (30/11/2021)
- سمسور پریس
- 1052
سمسور(سه شنبه د لېندۍ ۹)د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین سره د مخ کېدو په حال کې دی.
اوچا ویلي، په څلورو کې یوه میندواره مېرمن او په دوو ماشومانو کې یو یې پر خوارځواکۍ اخته دي.
د اوچا د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې په دوو کسانو کې یو تن یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا همدارنګه ویلي،په افغانستان کې ګڼ شمېر ښځې، نارینه او ماشومان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او په خبره یې دوی نه غواړي،چې د جګړو له امله د بې ځایه کېدو ځای فقر او سخته لوږه ونیسي.
سمسورپریس