ایران: د افغانستان ستونزې یوازېنی حل د پراخ‌بنسټه حکومت جوړول دي

ایران: د افغانستان ستونزې یوازېنی حل د پراخ‌بنسټه حکومت جوړول دي


  • 3 کاله دمخه (19/12/2021)
  • 1072

ایران وایي، چې د افغانستان د ستونزې د هواري بنسټيزه لار د ټولو توکمونو په ګډون د پراخ‌بنسټه حکومت جوړول دی.  

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه اسلام آباد تت تللی ویلي، چې دا پیغام باید د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې په یو غږ نړیوالې ټولنې او د افغانستان موقت حکومت ته منعکس شي. 

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته به وکړای شي، افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پیغام نړیوالې ټولنې، طالبانو او د افغانستان ګاونډیو ته ورکړي.  

تمه ده نن د اسلامي همکاریو سازمان اولسمه ناسته په اسلام‌آباد کې جوړه شي. 

د دغه سازمان پر غړیو سربېره دې کنفرانس ته د نړۍ او سیمې یو شمېر نورو هېوادونو استازي هم بلل شوي دي. 

دغه راز دې ناسته کې د ګډون په موخه د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.