د ۲۰۲۱ز د اگسټ له ۱۵مې تاریخې ورځې لږ وړاندې، د افغانستان په اسلامي جمهوري حکومت کې د حمدالله محب رغنده نقش، د اگسټ له ۱۵مې وروسته له طلوع نېوز سره د خلیلزاد وروستۍ مرکه، د «سټېو کول او ادهم اېنټس» وروستۍ تحقیقاتي لیکنه، او د ازادۍ راډیو او امریکا غږ سره د حمدالله محب وروستۍ مرکې په جزیاتو اورېدا وروسته دې پایلې ته رسېدای شو، چې د محب د راتلونکې رهبرۍ خوب ښايي رښتیا شي. د پورته رېفرېنسو په جزیاتو به لږ بحث وکړو او بیا به ووینو چې د محب خان د راتلونکې مشرتابه خوب شونی دی، چې رښتیا شي؟
د سټېو کول وروستۍ لیکنه کې د خلیلزاد له قوله لیکل کېږي، چې: د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې، امریکا او طالبانو «افغانستان ته د سولې راوړلو تړون» په نوم یو موافقتنامه لاسلیک کړه، امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د می تر میاشتې پورې به خپل ټول جنگي ځواکونه پهدې شرط وباسي، چې طالبان به القاعده او نورې ترهگرې ډلې وځپي، د افغانستان اسلامي جمهوریت سره به په ښه نیت خبرې کوي او په هیواد کې به د تاوتریخوالي د کمولو هڅه کوي.یانې په د سټېو کول لهدې پټو معلوماتو داسې ښکاري، چې د تړون لومړی شرط پلی شویدی او امریکا او ځواکونه يې د طـ.البانو د بشپړ امنیت په فضا کې له افغانستانه ووتل، د تړون دویمه برخه له جمهوریتخواهو سره د سولې خبرې دي، چې لا نهدي پیل شوي او ډېر امکان لري، چې ژر پیل شي. اوس سوال دا دی، چې د جمهوریت په استازولی د دې خبرو مشرۍ ته څوک راوړاندې کېږي او د خبرو د برُد/باخت په پایله کې به د دې مشر امتیاز څه وي. (زما شپږم حس دلته د محب څېره رامخته کوي).
اوس لږ وړاندې فکر وکړئ، د ولسمشر غني دویمه دوره (بدبختانه چې بشپړه نهشوه) دوه څېرو پهکې ډېر رغنده رول لاره، په ملکي برخه کې به خامخا ستاسې ذهن ته د یو گرد مرد انسان څېره چې د چارو ادارې مشري يې پر غاړه لرله، راځي. هغه ډاکټر فضل محمود فضلي وو، يو پیاوړی تکنوکرات، چې هرې چارې ته يې د تخنیک په سترگه لیدل، کابو د ولسمشر غني د حکومت ټوله ملکي دستگاه یې په لاس کې اخېستې وه (ورکړل شوې نهوه، بلکې دا يې تر یو بریده هنر هم وو، چې څنگه خپل مشر – غني ته قناعت ورکړي، چې دا چارې په لاس کې واخلي)، دویم کس چې نظامې چارې يې په لاس کې اخېستې وې، هغه دوکتور محب وو، دوکتور محب د کارتون په برخه کې دوکتورا لري، مېرمن یې امریکايي او د زده کړو یوه برخه يې په انگلستان کې کړېده. وروستي تحولات، چې له داخلي فکټورونو يې خارجي عوامل لوی او برجسته وو، محب پهکې یوه رغنده څېره وه، کابو د ټولو نظامي مشرانو رهبري د محب په لاس کې وه، ښکاره خبره ده، چې کله طـ.الب ته واک ورسپارل کېږي، دا چاره د محب له همغږۍ پرته ناشونې ده. له طـ.الب مشرانو سره د محب احسنه روابط د محب په سیاسي ژوندی کې یو پلسپاينټ دی، چې د امریکا په خوښه دا چاره ډېره ښه او بریالۍ ترسره شوه.
راځو د محب وروستۍ مرکې ته؛ په دواړو مرکو کې ای کاش له محب پوښتل شويوای، چې ولې دا یو میاشت کېږی، امریکا کې مېشت یاست؟ ولې مو په اماراتو کې غني یوازې پرېښود؟ دې پوښتنې څخه مې موخه دا ده، چې محب یو خورا ځیرک سیاستوال برېښي. محب له پیله پوهېده، چې د «جمهوریت» د سقوطېدای رېښې په سپینه ماڼۍ-امریکا کې دي، او له دې وروسته که په افغانستان کې هر تحول راځي، نو بیا به پهکې د امریکا رول رغنده وي. ځکه يې زر تر زره ځان امریکا ته ورسوو، د افغانستان تاریخ ته که وکتل شي، نو دا لرې نهده چې لوېدلی شاه (پاچا) یا تېره رهبري څنگه بیا د زبرځواک پر مټ واک ته رسېدلای شي. په مرکه يې یو بله نقطه ماته ډېره جالبه وه، هغه د «امریکا» او «پاکستان» نوم نهاخېستل وو، ټول پوهېږو، حتی په پللارو کې ماشوم هم پوهېږي، چې سقوط څرنگه او د چا پر مټو وشو، خو محب خان پهدې مرکه کې نه د امریکا نوم واخېست او نه د گاونډي (ښايي فکر يې کړیوي، چې راتلونکې هدف يې زیانمن نهشي).
د پورته فرضیو له څېړلو څخه معلومېږي، چې محب خان ښايي د افغانستان په راتلونکي سیاست کې له بل هر یو سیاسیون ډېر رغنده رول ولوبوي، د محب خان سیاسي لوبه په ظاهره موږ ته ختمه ښکاري، خو ښايي لوبه یې په څو راتلونکیو میاشتو کې پیل شي. سیاست کې هره شېبه بدلون ممکن دی، څوک څه نهشي ویلای، چې د هېواد راتلونکی مشر مو خوگیاڼېوال واوسي.