سمسور (۲۲غبرګولی۱۴۰۱) ځایي سرچینې وایي، په کونړ، کندوز او بدخشان ولایتونو کې چاودنې رامنځ ته شوې دي.
ځایي سرچینه وایي، چې د کونړ کې په مرکز کې نن سهار د چاودنې له امله یو پولیس وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
د مالوماتو له مخې، چاودنه په رنجر موټر کې د ځای پرځای شوي ماین له امله شوې ده.
په ورته مهال، کندوز کې هم د صرافيو مارکېټ ته نږدې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله ۴ ملکیان ژوبل دي.
په همدې حال کې، ځایي سرچینې د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار اړوند کري سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.
دغه چاودنه نن سهار شوې او تر اوسه له دغې پېښې یو ماشوم روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی منلی.