د ولسي جرګې ځینې وکیلان په بهر کې سوداګري کوي.

د ولسي جرګې ځینې وکیلان په بهر کې سوداګري کوي.


  • 4 کاله دمخه (28/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1263

د ولسي جرګې ځینې غړي په یو کال کې هم دندې ته نه حاضریږي.

نن ولسي جرګې په امتیازي ساعت کې ویلي، د ولسي جرګې غړي ان په یو کال کې هم دندې ته نه حاضریږي. دوی ویلي ولسي جرګه د ملت کور دی او باید د ملت استازي ورته، پوره ژمنتیا ولري. د ولسي جرګې غړي نیوکه لري او وایي، ځېنې وکیلان یواځې د رایو په ورځ راځي. ددوی په خبره غیر حاضر وکیلان له هیواده بهر کورونه او سودا ګري لري او د ولسي جرګې اداري پلاوی باید ددغه وکیلانو پر وړاندې ژر خپل دریځ روښانه کړي.