امریکا او سویډن د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

امریکا او سویډن د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې


  • 2 کاله دمخه (27/04/2022)
  • سمسور
  • 892

سمسور (۷غوایی۱۴۰۱) امریکا او سویډن د افغانستان پر روان وضعیت او وروستیو امنیتي پېښو اندېښه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ یې له سویډني چارواکو سره په افغانستان کې پر اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري مرستو او پر ملکي وګړو د وروستیو بریدونو په اړه خبرې اترې کړې دي. 

دواړو خواوو په دې کتنه کې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره به خپلو بشري او نورو همکاریو ته دوام ورکوي.

دوی همداشان په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي او دا یې د اندېښنې وړ مسئله بللې ده.