وروستیو بدلونونو؛ قزاقستان ته ۱۹۸ میلیونه ډالر زیان اړولی

وروستیو بدلونونو؛ قزاقستان ته ۱۹۸ میلیونه ډالر زیان اړولی


  • 2 کاله دمخه (10/01/2022)
  • سمسور پرس
  • 851

‏د قزاقستان هېواد په وروستیو لاریونونو کې ۱۶۴ تنه وژل شوي او په لسګونو نور بیا ټپیان دي.

 

د راپورونو له مخې، له ۵ زره ډېر لاریون کوونکي نیول شوي او د دغو لاریونونو له امله دې هېواد ته ۱۹۸ میلیونه ډالر زیان اوښتی دی. 

 

‏دغه راز د دې لاریونونو له امله له ۴۰۰ څخه ډېر موټر له منځه تللي او له ۱۰۰ زیات بانکونه او سوداګریز مرکزونه لوټل شوي دي.

 

مسوولینو بیا ویلي چې دا مهال وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی او وروسته له څو ورځو، نن د دې هېواد په ستر ښار آلماتا کې انټرنټي خدمات یو ځل بیا پیل شول.