امیري: افغان خبریالان باید له وېرې پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړي

امیري: افغان خبریالان باید له وېرې پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړي


  • 2 کاله دمخه (29/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 987

سمسور (شنبه د سلواغې۹) د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو غوښتي، چې افغان خبریالانو ته اجازه ورکړي څو له وېرې پرته فعالیت وکړي.

هغې په خپله ټوېټرپاڼه پر رسنیو د طالبانو له‌خوا د لګولو شویو بندیزونو په اړه ویلي، طالبان چې له نړیوالو خبریالانو سره کوم چلند کوي، باید له افغان خبریالانو سره هم ورته چلند وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې ازاد مطبوعات د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو له لاسته‌راوړنو څخه دی او طالبان باید دا جازه ورکړي چې افغان خبریالان له وېرې پرته خپل فعالیتونه پرمخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اوونۍ د خبریالانو د فدارسیون د یوې خبرې ناستې مخه نیولې وه. 

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې خبري ناستې په اړه ویلي وو، چې نه غواړي په افغانستان کې د خبریالانو دوه موازي فدراسیونونه په خپل منځ کې ناسالم رقابت وکړي.