د هرات د تورغنډۍ بندر څلور ستر غړي تر نیول کېدو وروسته کابل ته ولېږدول شول.

د هرات د تورغنډۍ بندر څلور ستر غړي تر نیول کېدو وروسته کابل ته ولېږدول شول.


  • 3 کاله دمخه (18/02/2021)
  • خالد سهار
  • 1126

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره ورځ د هرات ولایت د تورغنډۍ بندر څلور ستر غړي رئیس، مالي کارپوه، د بېلانس مدیر او د عوایدو مدیر د مالي فساد د سندونو له مخې نیولي او کابل ته یې لېږدولي دي.

 

دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د ولسمشر اشرف غني له لوري دغه ولایت ته د استول شوي پلاوي موندنې ښيي چې دې کسانو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې سلګونه میلیونه افغانۍ د راټولو شویو عوایدو له درکه حیف او میل کړې دي.