د امریکا د ملي امنیت سلاکار «جیک سالېوان» ویلي، چې هېواد یې ختیځې اسیا ته د جوبایډن د سفر پر مهال د شمالي کوریا د هر ډول خوځښت پر وړاندې ځواب ته چمتو دی.
د رسنیو د راپور لهمخې، ختیځې اسیا ته د جوبایډن د سفر پر مهال به شمالي کوریا د لېرې واټن وشتونکو توغندیو ازموینه وکړي.
راپور کې ویل شوي، کېدای شي د امریکا ولسمشر په راتلونکې اوږنۍ کې جنوبي کوریا او جاپان هېوادونو ته سفر وکړي.
ټاکل شوې ده، چې جوبایډن به د جنوبي کوریا تر لیدنې وروسته د یکشنبې په ورځ جاپان هېواد ته ولاړ شي.