پرون له ایران او پاکستانه سلګونه افغان کډوال په زور رااېستل شوي

پرون له ایران او پاکستانه سلګونه افغان کډوال په زور رااېستل شوي


  • 2 کاله دمخه (29/05/2022)
  • سمسور
  • 682

Eسمسور (۸غبرګولی۱۴۰۱) د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزات وايي، چې تازه له ایران څخه ۸۵۴ افغان کډوال په زور او داوطلب ډول هېواد ته را ستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه افغان کډوال تېره ورځ په نیمروز کې له ایران سره پر پوله هېواد ته را ستانه شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د دغه افغان کډوالو له ډلې ۵۱۲ یې په زور او ۳۴۲ یې په داوطلب ډول هېواد ته راګرځېدلي دي. 

دغه وزارت په ورته مهال، له پاکستانه د ۲۴۰ افغان کډوالو د را اېستلو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي، چې راغلیو افغانانو په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لرل.

د یادونې ده، چې هېواد ته له راستنو شویو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د (IOM) ادارې له خوا مرسته هم شوې ده.