روغتيا وزارت: ۵ مياشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې ثبت شوي

روغتيا وزارت: ۵ مياشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې ثبت شوي


  • 2 کاله دمخه (31/05/2022)
  • سمسور
  • 914

سمسور (۱۰غبرګولی۱۴۰۱) د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې د لېوني سپي د داړلو تر ۵ زره ډېرې پېښې یې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر ویلي، چې د سږ کال له پیله تر اوسه پورې د ۳۱۲۱ نارینه وو، ۹۵۲ ښځو او یو زرو ۹۶ ماشومانو پېښې په روغتونونو کې ثبت شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په یادو کسانو کې لږ تر لږه ۸ تنه د لېوني سپي د داړلو له کبله مړه شوي دي.

بل خوا بیا هېوادوال په دغه برخه کې د واکسینو د کموالی له امله شکایت کوي.