داعش په عراق او سوریه او طالبانو په افغانستان کې یو ډول وحشتونه وکړل

داعش په عراق او سوریه او طالبانو په افغانستان کې یو ډول وحشتونه وکړل


  • 3 کاله دمخه (10/08/2021)
  • نجیب ننګیال
  • 1347

داعش په عراق او سوريه کې کټ مټ وحشتونه وکړل. ښارونه یې ړنګ کړل. ټولوژنه یې وکړه. په هيڅ شي یې رحم ونکړ. نړۍ فکر وکړ چې عراق او سوريه سقوط شوه. داعش به یې حاکميت خپل کړي. خو هغسې ونشو. وحشتونه هيڅکله انسانان رام کولی نشي. بلکې د بغاوتو نور تخم کري او انسانان لا په دې هوډ باوري کوي چې د ظلم په وړاندې مزاحمت حتمي دی. 

 

کټ مټ تګلاره طالب غوره کړې. طالبانو په خپل پنځه ويشت کلن عمر کې په لکونو انسانان ووژل. خو د يوه اسلامي نظام په نافذولو کې، داسې نظام چې خلک یې، د همدې اسلامي هېواد خلک یې ور سره ومني،‌ په راوستلو کې پاتې راغلي. داسې نظام په عدالت ولاړ وي. په ترحم او مهربانۍ ولاړ وي. د خلکو د ولږې، روغتيا، زده کړو او کار غم ور سره وي. نه دا چې د ږيرې ناپ کول او خون په ځای د رنګ ناخون مخنيوی ورته لومړيتوب ولري. ايا په تېرو شلو کالو کې تاسې د شاوخوا شپېته زره جنګياليو له منځه د غلا، رشوت، لواطت، زنا، قیمار، اختطاف او يا کومې بلا ګناه له امله د کوم طالب محاکمه کېدل ليدلي؟ دا څنګه کېدلی شي چې په دومره لښکر کې دې يو تن د دې جرمونو مرتکب شوی نه وي او مونږ د هیچا محاکمه و نه ليده. واضح خبره ده چې دا اسلامي نه بلکې اخوندي او طالبي نظام دی. چې خپل ملا، اخوند او طالب له هر ډول جزاء او سزا څخه مبراء دی.‌ دوی د عشره مبشره تر کچې فوقيت لري. په وړاندې یې خبره، پرې نقد او اعتراض جرم ګڼل کېږي او ګناه ده. 

 

زه په ټول باور وایم. د طالب وحشت ته په کتلو دا ډله په افغانستان حکومت نشي کولی. موقتا او نهايت د کم وخت لپاره د ځينو سيمو نيول د حکومت کولو په مانا نه ده. افغانستان ډېرو خلکو ونيولو. خو پرې حاکم نشو. خپله د طالب اراده د حکومت کولو نه ده. کنه د سپي عقل تر طالب ډېر دی. سپی چې چېرې کېني، لومړی هلته لکۍ‌ وهي. هغه ځای پاکوي. غ... نه پکې کوي. خو طالب چې چېرته ځي هغه ځای نړوي. کنډواله کوي یې. خلک یې وژني. پل الوځوي. مکتب په سنګر بدلوي. چور او تالان کوي. خلک لوټمار ته هڅوي او عملا ورته وايي چې چور کړئ دا دفترونه. دوی هم سهم پکې اخلي‌ او يا یې تماشه کوي. دا ټول د دې څرګندونه کوي‌ چې طالب کوم داسې څوک نه دی چې حکومتدارۍ ته دې جوړ وي. د ده شکل، فهم یې،‌ علم یې،‌ ظرفيت یې د استنجاء او تيمم، ښځې وينځې کول، خپل شاګردان چارجول، د خدای کور په لواطتخانه بدلول، وظيفه غوښتل، په سوال خېټه مړول، عشر او زکات باندې حکومت چلول، دا هر څه د دوی د وجودي فلسفې فاحش رازونه دي.