بلخ کې د وسله‌وال برید پر مهال د هوایي ډګر دوه کارکوونکي وژل شوي

بلخ کې د وسله‌وال برید پر مهال د هوایي ډګر دوه کارکوونکي وژل شوي


  • 2 کاله دمخه (13/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 768

سمسور (۲۳غبرګولی۱۴۰۱) ځایي امنیتي سرچینې وایي، چې په بلخ ولایت کې ناپېژاندو وسله‌والو د مزارشریف د هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر برید کړی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. 

سرچینې دغه‌راز زیاته کړې، چې دغه بريد پرون ماسپښین مهال، د دغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار په لسمه حوزه کې شوى دى.

د مالوماتو له‌مخې، برید داسې مهال رامنځ ته شوی، چې د تخنيکي څانګې کارکوونکو موټر هوايي ډګر ته پر لار و. 

تر دا مهاله کوم کس یا وسله‌والې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.