د کندز چارواکي: د هندواڼو او خټکیو په حاصلاتو کې  د پام وړ زیاتوالی راغلی

د کندز چارواکي: د هندواڼو او خټکیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی


  • 3 کاله دمخه (01/08/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1090

د کندز ولایت چارواکې وایي، چې د تېر کال پرتله سږکال په یاد ولایت کې د خټکیو او هنداڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

 

د کندز ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږکال په کندز ولایت کې د هندواڼو حاصلاتو کې ۹ سلنه او د خټکيو په حاصلاتو کې ۷ زیاتوالی راغلی.

 

بل خوا بزګران خوښ دي، چې سږکال یې د خټکیو او هندواڼو په حاصلاتو کې ډېر والی راغلی؛ خو له حکومته غواړي، چې د پلور لپاره د دوی کرنیزو محصولاتو بازار پیدا کړي.

 

د یادولو ده، چې کندز د هندواڼو او خټکیو لپاره پراخې ځمکې لري او د کندز خټکي د هېواد په سطحه له خورا شهرت څخه برخمن دي.