د مالیې مخکېنی وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستون شو

د مالیې مخکېنی وزیر هدایت امین ارسلا بېرته هېواد ته راستون شو


  • 2 کاله دمخه (23/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 843

سمسور (۲چنګاښ۱۴۰۱) ا.ا افغانستان ته د پخواني مالیې وزیر هدایت امین ارسلا د بېرته راستنېدو خبر ورکړی دی.

له افغان شخصيتونو سره د ا.ا سرپرست حکومت د تماس کمېسيون وياند احمد الله وثيق وايي، چې ښاغلى ارسلا نن پنجشنبه هېواد ته را ستون شوی دی. 

هغه ويلي، چې ياد کميسيون هېواد ته د بېرته را ستنېدو په اړه له يو شمېر نورو افغان شخصيتونو سره هم اړيکه نیولې، چې په خبره يې نږدې ورځو کې به افغانستان ته راشي. 

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د مخکېني حکومت یو شمېر نور لوړپوړي او مهم چارواکي هم بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.