- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- نعمان دوست
- 1141
کنول یې لاس کې و. له ټنډې یې خولې جارو کړې او بیا یې ویل:
خپه وم، ما ویل بیا به مې غږ ووځي او که نه.
نه، نه
نور به دې هیڅ غږ و نه وځي. ته داسې تنګې (ستډیو) ته ورغلې چې دیوالونه یې کاملا (سونډ پروف) دي.
مرحوم میرویس، شوقي و. په شوق یې سندرې ویلې. محلي سندرې، کلیوالي سندرې
شاید؛
هغه غوښتل په دې توګه لسیزې وړاندې، هغه دور ته ستنون شي چې خلکو به توره شپه په ساعتونو ډاډه مزل کاوه او ودونو کې به یې له محلي سندرغاړو تر نیمو شپو همدا سندرې اوریدې
هغه دور ته چې توره شپه به یوازې د خځندو او ځناورو معمولي ویره وه
هغه دور ته چې د وطن د مور لمن د خپلو اولادونو له پرې شویو سرونو ډکه نه وه
هغه دور ته چې د وطن د مور مخ د خپلو بچیانو په وینو سور نه و
او...
د میرویس د سندرو شوق یو مجبوریت و. په دې توګه یې له غمونو او دردونو سره مقابله کوله
خو هغه خلکو ته په ښکاره نه ویل چې:
« درد جب حد سے ګزرتا ہے تو ګا لیتے ہے. ..»
هغه به سترګې پټې کړې او د خیال په فضاء کې به دې له خونړي دورانه ډېر لرې لاړ.
دا دی اوس په حقیقې توګه هم له دې خونکار ماحوله ډیر لرې لاړ، دومره لرې چې نور به یې هیڅوک غږ وا نه وري.
الله ج دې وبخښي او روح یې ښاد