سمسور (۲چنګاښ۱۴۰۱) د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د هند يوه تخنیکي ډله کابل ته په رسېدو د دې هېواد سفارت کې ځاى پرځاى شوې ده.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هند له افغانانو سره تاريخي او متمدنې اړيکې لري.
سرچینه زیاتوي، افغانانو سره د هند ملګرتیا او په ځانګړې توګه بشري مرستې په راتلونکي کې هم دوام کوي.
سرچینې دغه راز ویلي، په افغانستان کې د وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یې په بشري مرستو يوه بار الوتکه هم کابل ته رسېدلې ده.
د یادونې ده، چې د وړمې شپې سختې زلزلې له امله په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې سلګونه کسانو ته درانه مالي او ځاني تلفات واوښتل.