سمسور (۶چنګاښ۱۴۰۱) ځایي چارواکي وایي، هلمند ولایت کې یې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د اطلاعات او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه تنه پاکستان ته د نظامي تجهیزاتو او نشهيي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
سرچینې دغهراز ویلي، چې یاد کسان د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري له یوه عراده موټر سره، چې دوه کارمليان، ۸۰۰ مرمۍ، ۲۰ دانې شاجورونه او ۹ کېلو ښيښه په کې ځای پر ځای شوي وو، نیول شوي دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پاکستان ته د وسلو قاچاق زیات شوی دی.