نافع ټکور؛ د کورنیو چارو وزارت دننه د چاودنې راپورونه رد کړل

نافع ټکور؛ د کورنیو چارو وزارت دننه د چاودنې راپورونه رد کړل


  • 2 کاله دمخه (05/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 945

سمسور نیوز (۱۳تله۱۴۰۱) د ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چاودنه د دې وزارت ودانۍ ته نږدې یوه جومات کې دننه شوې.

هغه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو وايي د پېښې په اړه پلټنې کوي.  

ټکور دغه راز د دې چاودنې د څرنګوالي او د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه هم څه نه دي ویلي. 

مخکې داسې راپورونه وو، چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت دننه شوې، خو ټکور دغه راپورونه رد کړل.