سمسور نیوز (۲۰تله۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا پر هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزو محدودیتونه اعلان کړل، چې افغانستان کې د نجونو او مېرمنو په ځپلو او د دوی د حقونو په نه رعایتولو کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چاروز وزارت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر له قوله راغلي، چې دې محدودیتونو کې د ا.ا اوسني یا پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه افراد شامل دي، چې په افغانستان کې په محدود کوونکو پالیسیو او تاوتریخوالي سره د نجونو او مېرمنو ځپلو کې لاس لري.
اعلامیه کې له نورو دولتونو هم غوښتل شوي، چې ورته ګام واخلي او دا غږ بدرګه کړي، چې په افغانستان کې یوازې هغه حکومتونه مشروع ګنل کېږي، چې د ټولو افغانانو استازولي کوي او د هغوی حقونو ته درناوی لري.
ا.ا تر اوسه د امریکا دغه ګام ته غبرګون نه دی ښودلی.