مرکزي بانک کابل ته د یوې بلې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې د رارسېدو خبر ورکړی

مرکزي بانک کابل ته د یوې بلې ۴۰ میلیون ډالري کڅوړې د رارسېدو خبر ورکړی


  • 2 کاله دمخه (02/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 829

سمسور نیوز (۱۱لړم۱۴۰۱) د افغانستان بانک هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن بیا د ۴۰ میلیونه ډالرو نورې بشري مرستې د را رسېدو خبر ورکړی دی. 

له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته له رارسېدو وروسته یو سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

په خبر پاڼه کې له دغې مرستې هرکلی شوی؛ خو له نړیوالې ټولنې څخه په کې غوښتل شوي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې تر سره کړي. 

پرون هم افغانستان بانک له افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام د ۴۰میلیونه ډالرو د رارسېدو خبر ورکړی و.