روسیې د زیلیسنکي د سولې وړاندیز رد کړ

روسیې د زیلیسنکي د سولې وړاندیز رد کړ


  • 2 کاله دمخه (14/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 656

سمسور نیوز (۲۳لېندۍ۱۴۰۱) روسیې د مسکو او کییف د شخړې په اړه د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وړاندیز رد کړ.

د کرملین ویاند، دیمتري پیسکوف د سه شنبې په ورځ وویل، د اوکراین د شخړې حل تر هغه وخته پورې پرمختګ نه‌شي کولای، چې کیف د روسي ځواکونو له خوا نیول شوې سیمې د روسیې د خاورې د یوې برخې په توګه په رسمیت ونه پېژني.   

پیسکوف دغه راز د زیلینسکي هغه وړاندیز هم رد کړ، چې د اوکراین له اشغال شویو سیمو څخه د روسي ځواکونو د اېستلو په اړه دي.  

روسیې د اوکراین د دونیڅک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون سیمې د خپلې خاورې برخه اعلان کړې، په داسې حال کې چې د روسیې پوځ پر دغو څلورو سیمو بشپړ کنټرول نه لري.