د م.م امنیت شورا سبا د افغانستان وضعیت په اړه غونډه کوي

د م.م امنیت شورا سبا د افغانستان وضعیت په اړه غونډه کوي


  • 2 کاله دمخه (19/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 829

سمسور نیوز (۲۸لېندۍ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سبا سه‌شنبه د افغانستان وضعیت په اړه د امریکا په نیویارک ښار کې غونډه کوي.  

د راپورونو پر اساس، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش د یوناما له لوري افغانستان کې د جنګي جرمونو مستند شوي راپورونه وړاندې کړي. 

د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به افغانستان کې د بشري حقونو او امنيتي وضعيت په اړه هم بحث وشي.  

یاده غونډه داسې مهال کېږي، چې پاکستان امنیت شورا ته افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو په اړه د اسنادو سپارلو خبر ورکړی.