پاکستان کې کانګو یوه افغانه مېرمنه مړه کړې

پاکستان کې کانګو یوه افغانه مېرمنه مړه کړې


  • 1 کال دمخه (08/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 537

سمسور نیوز (۱۸غوایي۱۴۰۲) په پاکستان کې د کانګو ویروس له کبله د یوې افغان مېرمنې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي. 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان او سِند ایالتونو کې کانګو ویروس یوه ۲۰ کلنه افغان مېرمنه او یو ۲۸کلن پاکستانی ځوان مړه کړي دي.  

د راپور له مخې، دغه افغان مېرمنه اومېندواره وه او وروسته له هغې د کوټې فاطمې جناح روغتون ته یوړل شوه، چې له خولې او پوزې یې وینې بهیدې. 

دا په تېرو لسو ورځو کې درېیم کس و، چې د یاد ویروس له امله مړ کېږي.