د افغان ژغورنې فرهنګي نهضت - عبدالغفور لېوال

د افغان ژغورنې فرهنګي نهضت - عبدالغفور لېوال


  • 1 کال دمخه (24/12/2022)
  • عبدالغفور لېوال
  • 761

تر هرڅه مخکې له ټولو ویښو او روښانه افغانانو مننه، د طرحې هرکلی خو لاپرېږده، چې ګڼو یې لا د وړیا تدریس سینه وډبوله او ځینو خو په دې برخه کې د مالي قربانۍ مېړانه هم څرګنده کړه، بیا هم مننه. 

یو باور ته رسیږو، چې له ښه مرغه تدریسي ظرفیت زیات دی او ښوونکي شته. 

خو تر دې وړاندې زموږ دوه یا درې نور ظرفیتونه په کار دي، چې باید سره پرې خبرې وکړو. 

د طرحې د دویمې برخې تر عملي وړاندیز وړاندې به د دوستانو دوو اندېښنو ته ځواب ولیکو. ما چې وکتل ټولې اندېښنې په دوو جملو کې راغونډېدای شي: 

 

۱- انلاین زدکړې حللاره نه ده، باید مبارزه وشي، چې افغانستان ولسواکي ته ورسیږي. انلاین زدکړې هيڅکله د حضوري هغو ځای نیولای نه شي. 

 

۲- که انترنېت بند شي، برېښنا نه وي، کمپیوتر او د انترنېت پیسې نه وي، نو په تېره بیا د لرې پرتو سیمو خلک به څه کوي؟ 

دواړه اندېښنې پرځای او جدي دي. 

لومړۍـ

زه د ښوونې و روزنې د تخصصي تیوریو پربنسټ ښه پوهېږم، چې انلاین زدکړې د کیفیت له اړخه له حضوري زدکړو سره ان د پرتلې وړ  لا نه‌دي، خو دا چاره باید دیوه بيړنۍ درملنه وګڼو. ډاکتران د ژور ټپي تر عملیاتو مخکې هڅه کوي وینه ودروي او ناروغ تر عملیاتو ژوندی وساتي. دا د منډې له مخې یوه حللاره ده، چې په لکونو افغان زلمیان او پېغلې له محرومیت او بشپړې ناهیلۍ وژغورل شي. ټولو ښوونځيو او پوهنځیو ته د افغان نجونو او هلکانو، هغه هم د یو نومهالي، عصري، علمي، ملي او موډېرن نصاب تر رڼا لاندې تدریس یوه اړینه چاره ده، چې باید ټول ملت یې د خپلې مبارزې سرټکي کړي. خو تر دې ارمان پورې رسېدل وخت و زیار غواړي، تر هغو به څه کوو؟

 

دویمه ـ 

د انترنېت، برېښنا او نورو تخنیکي چارو په اړه زه نه پوهېږم، باید یو تخنیکي ټیم او د کمپیوټر پوهنې متخصصین یې حللاره راوښيي، ځکه خو به په طرحه کې دې برخې ته ځانګړی پام وکړو. 

 

اوس راګرځم د طرحې دویمې برخې ته: 

له پرون څخه تر نن پورې مو د ګڼو زړه سواندو افغانانو پیامونه ترلاسه کړل، مننه. زه په دې هم پوهېږم، چې د انلاین زدکړو هڅې تر دې پخوا شوي او نورو خوږو افغانانو هم مزل کړی دی، خو د افغانژغورنې د فرهنګي نهضت په چوکاټ کې دغه هڅه باید نړیواله کړو او پر ټولو نړیوالو بنسټونو یې په رسمیت وپېژنو، مهمه چاره یې نړیوال کول دي. نړیوال باید د افغانانو محرومیت په رسمیت وپېژني. 

تر هرڅه وړاندې به یوه دارلانشاء یا سکرتریت جوړ کړو، چې برېښلیک پته، واتس اپ او د اړیکیو نورې پتې ولري، چې په هره برخه کې داوطلبان ثبت کړي.

یوه پراخه مشورتي انلاین غونډه به جوړه شي، چې په هغې کې په ګډه یوې پایلې ته ورسېدلای شو. 

څلور بورډونه باید جوړ کړو: 

۱- د اړیکو بورډ، ۲ـ د تیکنولوژۍ بورد، ۳- مدیریتي بورد- او تدریسي بورد. 

د هر بورد مسئولیتونه به روسته شرحه شي. 

د اوس لپاره، همدا چې سکرتریت له خپلو اړیکتیايي ادرسونو سره اعلان شو، خپلخوښی (داوطلب) افغانه/ افغان چې غواړي د دې بهیر ملګرتیا وکړي، ښايي ورسره اړیکه ونیسي. 

تر بل ګامه مو له ملي ژمنې و ملګرتیا مننه.