اداري استبداد!
لیکوال: اسدالله دولتزی
که څه هم ادارې په دوو لویو برخو وېشل شوي چې رسمي او غیر رسمي دي خو د مدیریت د برخې ډيری پوهان او استادان بیا د ادارو وېشنه له دې هم په زیاتو شاخصونو کوي چې دوی یې هرې برخې او شاخص ته موُجه دلایل هم لري.
افغانستان کې اداري جوړښتونه له پخوا څخه په سلسله مراتب شکل مخته راغلي،خو د وختونو او حکومتونو په ادلون بدلون سره هرې حاکمې ډلې پکې د خپلې خوښې تغیرات راوستي چې ډېری وخت دا تغیرات په مسلکي نه بلکې په فرمایشي ډول راغلي چې د استعداد په ځای پکې بې استعداه وګړو ته چارې سپارل شوې دي.
اداري استبداد یا ټول واکي په اکثرو ادارو کې داسې کسان کوي چې دوی اصلاً په خپل ځان او استعداد واکمن نه وي او هره شېبه د خطر ویره لري.
دا ډول اشخاص که څه هم لومړیو کې ادارې او رئیس ته د باور وړ وي خو د وخت په تېریدو سره د یاد شخص نا اهلي، په کار نه پوهېدل او انحصار ددې لامل کېږي چې اداره کې د کارمندانو ترمنځ بې باوري، د کاري شیمې او همغږۍ له منځه وړلو او په ټوله کې سازمان یا اداره د فلج کېدو لوري ته یوسي.
تجربو ثابته کړې چې په ادارو کې اکثره استبدادي اشخاص ډېر نه وي کم وي خو د دوی د بې شرمۍ او نا اهلۍ له امله وړ کارمندان هم ځان راحت څه چې حتا په عذاب کې ویني.
له استبدادي حالت څخه د ادارې راویستل او د مستبد شخص لرې کولو لپاره لازمه ده چې د ادارې مشر یا رهبر ځیني مهم او بنسټیز کارونه په پآم کې ونیسي، چې هغه د کارونو وېشل، باور کول،مسوولیت منل اود صلاحیت ورکړه ده.
له دې لیکنې زموږه یوه موخه همدا ده چې په اداراتو کې د استبداد، ځان غوښتنې،د کار او واک انحصار مات کړای شي او با استعداده وګړو ته کاري زمینه برابره شوي اوسي.