سور صلیب: ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

سور صلیب: ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري


  • 1 کال دمخه (19/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 643

سمسور نیوز (۲۹مرغومی۱۴۰۱) ‏د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې شوې او ډېری وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یادې کمېټې پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې اوسمهال څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، نږدې ۲۰ میلیونه وګړي د خوړو نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ دي او ۴.۷ میلیونه نور د خوړو له کموالي ځورېږي.

بل لورته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنري هم وايي، چې په افغانستان کې بې‌وزلي زیاته شوې او د دې هېواد له ۴۰ میلیونه خلکو څخه تر نیمايي زیات یې د خوړو خوندیتوب نه‌لري. 

دغه سازمان زیاته کړې، په افغانستان کې همدا اوس ۳ میلیونه وګړي له خپلو اصلي مېنو هم بې‌ځایه شوي دي.