څنګه کولای شو چې د خپل بدن دفاعي يا معافيتي سيستم پياوړی کړو؟

څنګه کولای شو چې د خپل بدن دفاعي يا معافيتي سيستم پياوړی کړو؟


  • 1 کال دمخه (23/01/2023)
  • ډاکټر امان شمس
  • 762

زموږ او تاسو د بدن معافيتي سيستم شپه او ورځ بې لدې چې موږ خبر شو په جګړه بوخت وي او موږ له ناروغيو ژغوري. هر هغه وخت چې جګړه ډيره شديده شي او يا هم بايللو ته نېږدې شي بيا موږ د تبې، درد او يا نورو اعراضو له لاري خبر کړي او له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي. د انسان معافيتي سيستم کټ مټ د يو هيواد دفاعي نظام په څير کار کوي. بدن له يرغل کوونکو څخه ژغوري. دغه يرغلګر کېدی شي وايرس، بکتريا، فنګس يا ټوکسين وي.

اوس موږ څرنګه کولای شو چې خپل د معافيت سيستم قوي و ساتو؟ هو! دا يو سيستم ده نظام ده يو فرد او يا يو عسکر نه ده. د نظام ساتلو لپاره نه يوازي ډيری شيانو ته اړتيا وي بلکه د هغوۍ ترمنځ تعادل، توازن او برارۍ ته هم ضرورت وي.

څېړني ښيي چې د يو انسان د ښه او محکم معافيتي سيستم لپاره لاندې شيانو ته اړتيا شته:

۱- د يوه داسي غذايي رژيم خپلول چې په هغه کې په کافي اندازه سبزيجات او مېوه جات وي

۲- په منظم ډول تمرين او ورزش کول

۳- د برابر او مناسب وزن ساتل

۴- د تنباکو له استعمال څخه ډه ډه کول

۵- په کافي اندازه خوب کول

۶- له ذهنې فشار څخه ځان ژغورل