سمسور نیوز (۹سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وایي، ګاونډي هېوادونه د سولهییز او باثباته افغانستان په وده کې مهم رول لري.
نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دوی کولای شي د داسې افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړي، چې د خلکو حقونو ته په کې درناوی او د ولسونو غږ په کې واورېدل شي.
هغه زیاته کړې، اروپايي ټولنه له دې کار څخه د ملاتړ لپاره له مرکزي اسیا سره نژدې همکاریو ته دوام ورکوي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، چې هېواد یې په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت غوښتونکی دی.