روغتیا وزارت ښځینه ډاکټرانو ته د حجاب د بشپر رعایت سپارښتنه کړې

روغتیا وزارت ښځینه ډاکټرانو ته د حجاب د بشپر رعایت سپارښتنه کړې


  • 1 کال دمخه (31/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 737

سمسور نیوز (۱۱سلواغه۱۴۰۱) روغتیا وزارت ښځينه کار کوونکو ته امر کړی، چې په روغتونو کې د کار پر مهال ماسک وکړي او حجاب رعایت کړي.

د روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محمد قاسم حقاني د یو مکتوب له لارې د دغه وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست څخه غوښتي، چې ښځينه کار کوونکي باید تر دې وروسته ماسک او حجاب وکړي. 

د روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ټولو ښځينه کار کوونکو ته خبر داری ورکړی که چېرې له دغه امر څخه سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي. 

د روغتیا وزارت د معالجوي طب عمومي ریاست هم په جلا مکتوب کې دغه موضوع له ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو سره شریکه کړې ده او له هغوی څخه یې غوښتي، چې ښځينه کار کوونکي تر دې وروسته باید په دې عمل وکړي.