امریکا د ا، ا پر یو شمېر غړیو د ویزې نوی بندیز ولګاوه

امریکا د ا، ا پر یو شمېر غړیو د ویزې نوی بندیز ولګاوه


  • 1 کال دمخه (02/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 522

سمسور نیوز (۱۳سلواغه۱۴۰۱) د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په غبرګون کې پر ا، ا د ویزې نوي بندیزونه لګولي دي.  

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، چې د ا، ا پر اوسنيو او پخوانيو غړیو او يا هم هغو کسانو، چې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسؤل ګڼل کېږي، د ويزې نوی بندیز لګولی دی.   

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې  د ا، ا د غړیو نومونه نه دي یاد شوي.  

ده په دې اعلامیه کې همدشان ویلي، چې له خپلو نږدې متحدينو او د امريکا له شريکانو سره پر يوه داسې تګلاره کار کوي، چې ا، ا ته وښيي، چې د دوی اقدامات يوه بيه لري او له نړيوالې ټولنې سره د اړيکو د ښه کولو مخنيوی کوي.  

ا، ا تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو نویو بندیزونو اعلان ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ا، ا پر غړیو د بندیزونو دا اعلان په داسې حال کېږي، چې ا، ا د واک ترلاسه کولو وروسته نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونونو پورې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.