درېيم قاتل


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • دمحمد نعمان
  • 1318

پل علم يو کوچنى ښار دى چې د کابل – ګرديز پر لويه لاره د کابل ښار سويل ته په شاوخوا  ٦٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري
خو له دغه کوچني مرکزي ښار څخه ، يواځې د دوه اونيو په ترڅ کې  ٦ ټُنه تاريخ تيري او او بې کيفيته خواړه راټول شوي وو او د روانې مياشتې په ١٥مه ، له منځه يوړل شول .
خواړه له روغتيا سره مستقيمه اړيکه لري ، د هرډول ناوړه ، بې کيفيته او تاريخ تيرو خوړو کارونه د بيلابيلو ناروغيو ، مسمومتيا او حتى د وژنې لامل ګرځي .
زموږ ولس چې د بېوزلى له کبله يې د بدن انټي باډي کمزورې شوې او د عادي ناروغيو په مقابل کې هم مقاومت نه لري ، د دغه شان توکو کارونه يې له لويو ګواښونو سره مخ کوي .
د خواشيني خبره خو داوه چې په راټول شويو موادو کې د ماشومانو شيدې هم شاملې وې ، يانې د ځينو سوداګرو او هټيوالو   په تنکي او معصوم نسل هم زړه نه خوږيږي او  د خپلو ګټو په مقابل کې د هغوى ټول ژوند ورته ، هيڅ ارزښت نه لري .
 يواځې خواړه نه ، په پل علم ښار ( د لوګر مرکز ) کې تاريخ تېري او بې  کيفيته درمل هم پلورل کېږي .
په دوه اونيو کې د دغه ښار له درملتونونو څخه ٥٠ قلمه بيلا بيل تاريخ تيري درمل هم راټول شوي وو . 
درمل له کيمياوي توکيو جوړېږي او کېداى شي د ځينو کارونه  يې د وخت د تېرېدو له  کبله  ناروغ له منځه يوسي .
طبعي ده ، چې خوراکي توکي او درمل په هېواد کې دومره نه تولېدېږي چې بيرونۍ تقاضا له منځه يوسي .
دغه توکي له بهرنيو؛  په ځانګړې توګه له  ګاونډيو هېوادونو څخه د ملي سوداګرو (!) له خوا واردېږي او بازارونو کې ويشل کېږي .
ځينې سوداګر يواځې د خپلو شخصي ګټو لپاره بدل   او تاريخ تېري توکي په ارزانه راواردوي او بيا يې په دغه بيچاره ولس پلوري .
داسې ويل کېږي چې په چين او پاکستان کې خو  زموږ يو شمېر سوداګر خپله ،  فابريکو ته  فرمايش ورکوي چې د اصل په بڼه بدل شيان ورته په ارزانه بيه جوړ کړي تر څو يې په ټيټه بيه وپېري او ډېره ګټه پرې وکړي .
له سوداګرو پرته ځينو  هټيوالو هم د ولس تباهۍ ته مټې بډ وهلي دي .
  زموږ ولس  اکثره نالوستى دى ، هغوى نشي کولى تاريخ  تيري شيان وپيژني ، هټيوال د خپلې ګټې په مقابل کې پلورونکيو ته د تاريخ حال نه وايي او په ډېرې نامردۍ هغوى له ګواښ سره مخ کوي .
خو له سوداګرو او هټيوالو پرته يو بل څوک هم شته چې د ولس په تدريجي مرګ کې لوى لاس لري .
دا د نورم او ستندرد اداره ده ، ددې ادارې دنده داده چې په سرحداتو کې واردېدونکي توکي چک کړي که ناوړه او بې کيفيته وي نو د واردېدو اجازه ورنه کړي .
 دغه اداره ځينې وخت دلابراتوارونو د نشتوالي ستونزه يادوي ، خو  که رښتيا هم دا ستونزه وي او د موادو چک د دوى له وسه پورته وي ، نو بيا ددې ادارې د فعاليت ګټه څه ده ؟ ولې په دې نوم د دولت بودجه مصرفيږي ؟
خو خبره داده چې اداري فساد دومره  پراخې ريښې ځغلولي چې د انسانيت او  اسلاميت هيڅ پولې ته درناوى نه کوي .
سوداګر شايد په سرحدونو کې د توکو د واردېدو په وخت ،  پيسې وويشي او په دې توګه خپل بې کيفيته اموال هېواد ته را د ننه کړي .
اداري فساد اوس  د بې کفايته حکومت له شامته دومره ،  زور اخستى چې مرتکب يې هيڅ د شرم احساس نه کوي .
له نورو لويو لارو خو خبرنه يم ، خو د کابل – جلال آباد پر لويه لاره مې تګ راتګ شته .
 پر دغه لاره ،  څو ځايه لګېدلي ټرافيکي نښې ښيي چې مجاز وزن پر دغه سړک ١٢ ټُنه دى .
ددې لپاره چې له دغه وزن څخه   لوړ وزن پرې انتقال نه شي ، نو د جلال آباد  د سره رود په دو سرکه کې د لوړ تناژ تلې هم درول شوي دي او بار وړونکي موټر ورته کتار ولاړ وي .
خو هره ورځ پر دغه لويه لاره داسې  ټيلر تير او  بير کيږي چې په لسګونو ټنه وزن يې بار کړى وي .
همدا لامل دى چې د سوال په پېسو جوړې شوې لويې لارې مو په ډېر لنډ وخت کې په خرابېدو دي .
ښه اوس پوښتنه داده چې که له مجاز وزنه پورته وزن لېږد رالېږد زيان نه پېښوي نو د لوړ تناژ د تلو درولو او د بار وړونکيو موټرو  د تللو څه اړتيا ده ؟ او که زيان پېښوي نو  ولې يې مخه نه نيول کېږي ؟
 ښکاره ده چې د يو څو روپيو په مقابل کې چې په رڼا ورځ شخصي  جيبونو ته ځي د ټول ملت شتمني متضرره کېږي .
خبره رانه بله خوا لاړه او دا ځکه چې په دې نظام کې دومره فساد دى چې په  هره  برخه کې له سلګونو مثالونو سره مخ کېږو .
د لوړ تناژ تلې او نورم او ستندرد  اداره سره ورته والى لر ي ، دا ځکه چې دغه  اداره په کال ١٣٨٣   کې د سوداګرۍ  وزارت په چوکاټ کې رامنځ ته شوه او بيا د کارونو د لا اغيزمنتوب په موخه په ١٣٨٦ کال کې د وزيرانو شورا د پرېکړې او ملي شورا له تصويب وروسته په خپلواکه اداره  بدله شوه .
د واردېدونکيو توکيو په ځانګړې توګه د لومړنيو اړ تيا وړ توکيو  د کيفيت معلومول ددغې ادارې له اصلي دند و څخه ګڼل کېږي .
 همدارنګه دغه اداره د توکيو کيفيت په سرحدونو ، بندرونو ، ګمرکونو او توليدي مرکزونو کې معلوموي او په دې توګه بازارونو ته د ناوړه توکيو د ورتګ مخه نيسي .
خو ددغې ادارې له فعاليت سره – سر ه يواځې په  پل علم غوندي کوچني ښار کې په دوه اونيو کې  ٦ ټُنه بې کيفيته او تاريخ تيري توکي موندل کېږي نو د لوګر بېوزله خلکو به د تېر يوه کال په موده کې څومره بې کيفيته او  تاريخ تيري توکي او درمل کارولي وي ؟؟
لوګر  يواځې يوه بېلګه وه ، د پلازمينې په ګډون ټولو ولايتونو کې همدا حال دى .
 دولتي ادارو نه خو ګيله نه ده په کار ، ځکه داسې اداره نشته چې هلته دې فساد نه وي او چې چېرته اداري فساد وي هلته د هيڅ ډول قانون ، زړه سوي او ... تمه نه شي کېداى .
د خلکو ګيله له هټيوالو او سوداګرو ده ، دوى ولې په خپل بې وسه ولس چې له هرې خوا پرې ناتار جوړ دى ، زړه نه سوځوي ؟
 ولې د يو څو روپيو شخصي ګټې په مقابل کې د خپلو هېوادوالو ژوند له خطر سره مخ کوي ؟
سوداګر چې زموږ خوش باوره ولس ورته په پټو سترګو  د ملي مختاړى ( ملي سوداګر ) هم کاروي ،  بايد نور د خپلو ګټو لپاره د ولس وينه چې په ډېره خوارۍ  يې په رګونو کې ښکته او پورته کېږي ونه زبېښي او له دغه بېچاره ولس سره نوره دښمني پرېږدي .
ځکه دا کار د دواړو په تاوان دى .
ناوړه توکي د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له بلې خوا که دغه ولس خپل قاتل وپېژني د  غچ ا خستلو احساس يې په فطرت کې نغښتى دى ، ډېر ژر به يې پر وړاندې راپورته شي .         
اوس چې ولس غلى دى ، لامل يې دادى چې دوى يواځې په جګړه کې  ښکيلې غاړې خپل قاتلان بولي او درېيم قاتل يې لا نه دى پېژندلى .
کابل  د تلې ٢٠مه