افغانستان کې سوله کولای شي، چې په سیمه کې یو ښه سیمه ییز اتصال رامنځته کړي او همداشان په یاد هېواد کې یوه باثباته سوله د سیمې پڅ اقتصادي حرکت چټکولای شي.
د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر، اسلام اباد کې له افغان سفیر نجیب الله علي خیل سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې پاکستان افغانستان کې د روانې جګړې د سوله ییز حل ملاتړی دی او هڅه کوي په دې برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
نوموړي ويلي، چې افغانستان په سیمه کې یو له مهمو هېوادونو څخه دی، چې د سولې په راتګ سره به د دغه هېواد له برکته په سیمه کې د اقتصاد اوسنۍ وده لاچټکه شي او همداشان د اسیا هېوادونه به نور هم سره نژدې شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان د افغانانو په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړی دی او هیڅ وخت به په یاد هېواد کې د ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي.