د افغان قامتونو د لو داستان

د افغان قامتونو د لو داستان


  • 2 کاله دمخه (06/02/2023)
  • ماهر احسانزی
  • 891

د اثر په اړه یوه خبره داده چې له ټولنې اخیستل شوی تاثر د پنځګر په اثر کې حتمي موجود وي، یا داسې هم ویلی شو چې پنځګر د ټولنې لپاره اثر لیکي، هغه څه چې دی يې بیانوي/ وايې، د ټولنې درد، احساس، فکر او خبره به وي.

له ټولنې پدې اخیستل شوي تاثر کې زموږ لیکلې شاعري یوه اندازه غم جانان بنه لري، ورسره بیوزلي، ناکرارۍ، تورې شپې، ناامیدي، ویر او ... پکې له ورایه ښکاري، خو نالیکلی ادب او په تېره بیا لنډۍ له دغسې تاثراتو ډېره مالامال ده. د لنډیو چې ویونکي نه دي معلوم ، دغسې يې لوری او محتواهم معلومه نه ده خو چې ویونکي ته يې درد ورسیدلی، زړه يې را تنګ شوی، پړسیدلی، ناهیلی شوی، مخ يې اسمان ته کړی او له خولې يې  د زړه دردونه راوتلي، دا ممکن د زړه د لب ډب ( زړه د حرکتونو تشخیص شوی اواز ) وي خو خولې ته چې راغلی، لنډۍ شوې او بیا دیرو او حجرو ته يې لاره کړې.

افغانستان له بده شامته د افسانوي خوشالیو خو حقیقي قربانیو، محرومیتونو، دو ګونو چلندونو ځای دی، دلته د هر قشر له احساساتو استفاده شوې خو درناوی يې نه دی شوی.

د افغاني تاریخ یو پاڼه په بلې پسې داسې خبره درته نه لري، چې ته پکې د زرین فصل او دوران خبره وکړې( لږه کراري هم ممکن د بلې پروژې د تمویل او لا موثریت لپاره وي). په هر دور او نظام کې ژڼو ته دوه خبرې ډېرې شوي: اسلام او حقونه؛ خو دا بیا بېله خبره ده چې اسلام څه شی دی او څه غواړي او حقونه يې څه ډول تعریف شوي دي؟

پيغلې به نور میړونه وکړي 

غم د ځوانانو چې به يې تورې خاورې خورینه 

دا ټپه سره له دې چې پر ځوانانو ژاړي خو ویونکی يې نه ځوان دی او نه هم د نارینه وو له لوري ویل شوي. دلته د پيغلو بې اعتنايې ته اشاره ده که بل علت موجود دی؟

اسلامي روایات خو دادي چې نارینه ډېرې ښځې لرلی شي، خو بیا ولې نارینه دلته مظلوم او پيغلې هغه د چا خبره په مزو کې ښودل شوي؟

دا پوښتنې به هم ځوابول غواړي خو ځینې نورې نخښې شته چې پر پيغلو هم ښه ورځ پکې نه ده راغلې. مثلا : پيغلې ولې ډېر میړونه وکړي، ولې یو میړه نه ؟ موږ له همدې ځایه ددې ټپې روح ته ورځو او خپلې هغې خبرې ته چې د ټپې ویونکی پکې نارینه نه بلکې ښځینه دی، ور لنډیږو. 

وړاندې مو وویل چې د ټپې ویونکي تر ډېره محکومه طبقه ده، د درد او زړه سپکونې ښه لاره ورته همدا ټپې دي خو دلته هم یو ټولی راټول شوی، خپله مجبوري، بدې ورځې، محرومیت او امیدونه ژاړي، دې ژړاو خبرو کې خبره تر پيغلو راغلې، د دوی تر ژوند راغلې او ان دا پکې ویل شوي، چې پيغلې ژوند نه لري، ښادۍ نه لري او ارمانونه يې خاورې کېږي. همدلته له دې ټولې یوه يې وايې:

پيغلې به نور میړونه وکړي

غم د ځوانانو چې به يې تورې خاورې خورینه 

اوس خبره نوره م اسانېږي، ځکه په کار خو دا وه چې دې ویلې وای:

پردي کورونه دوزخونه 

کمبختي جونه پکې عمر تېروینه 

ټپه دلته موږ یو بل فرهنګ ته بیايې، ویونکی چې د پښتنې ټولنې اوسیدونکی دی ، پر دې پوهېږي چې د پيغلو او ښځو د نفقې او روزۍ ګټلو وسیله دلته نارینه دي، ځوانان دي او که دوی نه وي، پيغلې او ښځې به څه وکړي؟ مانا دا چې دلته د ژوند ټولې خوارۍ نارینه ته ور ترغاړې دي، دلته هره ښه بده د نارینه پر سر ده او همدا وجه ده چې باید د نارینه وو / ځوانانو غم وژاړو.

خودلته د ځوانانو پر خوارۍ هم نه ندي ژړل شوي بلکې ادعا شوې چې يې تورې خاورې خورینه، خو څنګه ؟

 دا خبره ډېره مبهمه نه ده، د مختلفو ایډیالوژيو، ګوندونو، فکرونو او نظامونو لپآره څومره جنازې مو پر اوږو بار کړي دي؟ څومره میندې بورې شوي او جونې کونډې شوي؟

  د ټپې ویونکي دغسې مختلف دورانونه او نظامونه تېر کړي، د کور سرپرست ځوان چې سترګې پټې کړي، ورنه د پاتې کورنۍ او غړیو حال يې سترګو ته ولاړ دی، بدې ورځې، د خیرات اوږده شوي لاسونه، په هر در، سړي او ناسړي کې ښخې شوي سترګې ور یادې شوي، د ماشومانو، ناروغو خو بیوسو عمر خوړولو زګیروي يې غوږونو کې را تاو شوي او ځکه يې ویلي چې :

پيغلې به نور میړونه وکړي

غم د ځوانانوچې به يې تورې خاورې خورینه