د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د ښه ګاونډیتوب او د دوحې تړون ته ژمن نه دی.
نوموړي زیاته کړې، هغو ترورېستي ډلو، چې د پاکستانیانو وینه تویه کړې، اوس یې افغانستان کې پناه اخیستې ده.
د هغه په خبره، پاکستان به د خپلې خاورې د دفاع لپاره له هرې وسیلې کار واخلي.
که څه هم تر اوسه ا، ا د پاکستان دفاع وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د افغانستان له خاورې نورو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان پوځ هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د خوندي پټنځایونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.