سپږې بلې ته ويل: ته څه فکر کوې، چې په دې دومره لوی ځنګل کې به تر موږ لوی موجود وي؟
بلې سر وګراوه، بېخي وړه خزنده ترې راپرېوته چې يوازې دې دواړو ليدای شوه. په ګوتو يې ومږله، بلې ته يې کړل، دا چې موږ ته ځنګل ښکاري، کېدای شي، دا هم د چا پر سر ولاړ ويښته وي.
بله هم فکرمنه شوه، دا يې نشو منلای چې تر دې بې پايانه ځنګل دې بل لوی څيز هم وي. په دې کې زلزله راغله. سپږې چې ځان سماوه، پر يوه سپين ميدان ستوني ستاغ پرته وه, پښې يې رپولې.
...........................
پر خپل نوک پرتې سپږې ته په اشاره نجلۍ وويل:
مورې! تر دې سپږو واړه شيان به ګنې هم وي؟
مور يې چې دواړه لاسونه يې د دې په سر کې خوځېدل، ورته وويل: هو، دومره واړه هم شته، چې موږ يې په سترګو لا نشو ليدای او دومره غټ هم، چې موږ ورته ستا پر نوک تر پرتې سپږې هم واړه يو.
نجلۍ سپږې ته په نوي نظر وکتل: نو کېدای شي، موږ هم لکه د يوه چا په سر کې شوې سپږې اوسو.
مور يې: څه ووايم؛ خو دا په زغرده ويلای شم، چې انسان په ځمکه کې او ځمکه په دې دومره لوی کهکشان او کايناتو کې داسې ده لکه د سيند د غاړې يو شګلن بڅری.
نجلۍ تجسس واخيسته: نو دا انسان چې فکر کوي، چې دا کاينات زما پر ښکر ولاړ دي، دا دروغ وايي؟ په دې دومره لويو کايناتو کې بيا زموږ اهميت د هغه مېږي دی، چې د فيل تر پښې لاندې شي.
مور يې لاسونه ودرول: خبره د جسامت نه ده، خبره د زور هم نه ده، دا خو تش نسبت دی، ته نسبت غره ته او سپږه نسبت تا ته وړه ده. خبره د مانا ده. زموږ او د دومره لويو کايناتو فرق په دې کې دی، چې موږ دا درک کولای شو، چې تر موږ ډېر واړه شيان هم شته او تر موږ ډېر لوی هم. اهميت په لويۍ او وړوکوالي کې نه دی، په دې کې دی، چې "موږ فکر کولای شو، چې موږ يو."