خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
سمسور نیوز (۲۳کب۱۴۰۱) تېره ورځ د قطر په کوربه توب د نړیوال امنیت پنځمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر په مشرۍ پیل شوه.
یاده غونډه چې درې ورځې به دوام ولري، په کې د بېلابېلو مسائلو په اړه خبرې کېږي.
د قطر د نړیوال امنیت د څېړنو اکاډمي په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ناستې پر درېیمه ورځ به د افغانستان په اړه هم بحثونه وشي.
د معلوماتو له مخې، د ناستې ګډونوال به په افغانستان کې د اوسنيو بدلونونو، امنیت، حکومتولۍ، بشري حقونو، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو، پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ او یو شمېر نورو مسائلو په اړه بحثونه وکړي.
د غونډې په اجنډا کې به له افغانستان سره پر تعامل او بندیزونو په اړه هم خبرې وشي.
که څه هم په دې ناسته کې د اسلامي امارت چارواکو ګډون نه دی کړی، خو د پخواني حکومت د پارلمان یو شمېر غړي په کې حضور لري.