سمسور نیوز (۲۸کب۱۴۰۱) نامعلومو کسانو د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالۍ کې د حج او اوقافو مدیر مولوي عبادالله د چاقو په وسیله وژلی دی.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالستار حليمي وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې د آقچې ولسوالۍ د خرابات کوچې په بيت المقدس جومات کې رامنځته شوې ده.
حلیمي زیاته کړې، تر اوسه د پېښې عاملین نه دي نیول شوي خو په تړاو یې هڅې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، مولوي عبادالله شپږ ورځې وړاندې د دغه ولايت د اقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو د مدیر په توګه معرفي شوى و.
تر اوسه هیچا او یا ډلې د یادې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.