هېواد کې وروستیو اورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

هېواد کې وروستیو اورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي


  • 1 کال دمخه (25/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 728

سمسور نیوز (۵وری۱۴۰۲) پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د تېرو دوو ورځو پر مهال په هېواد کې د بارانونو او واورې ورېدو له کبله درې کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي. 

د یاد وزارت د ویاند شفیع الله رحیمي په خبره، ۷۵۶ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. 

نوموړي زیاته کړې، په هېواد کې د وروستۍ زلزلې پر مهال د مړو شمېر ۱۰ کسانو ته لوړ شوی او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شوي دي. 

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د وري د لومړۍ نېټې په زلزله کې څه باندې ۸۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ دول نړېدلي دي.