امنیت شورا: ترورېزم د افغانستان او نړۍ لپاره تر ټولو لوی خطر دی

امنیت شورا: ترورېزم د افغانستان او نړۍ لپاره تر ټولو لوی خطر دی


  • 1 کال دمخه (29/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 770

سمسور نیوز (۹وری۱۴۰۲) ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د وروستي ځانمرګي برید په غبرګون کې ترورېزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.

د امنیت شورا غړیو په خپله اعلامیه کې دا برید وحشیانه بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی.

د دغې شورا غړیو د دا ډول بریدونو د عاملانو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول. 

د دغه برید مسوولیت ساعتونه وروسته داعش ډلې پر غاړه واخیست او ویې ویل، چې د خراساني په نوم د دوی یوه غړي دا برید کړی دی.