د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر اوسه د پاکستان له زندانونو څخه له زرو ډېر افغان بندیان ازاد شوي.
یاد وزارت پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ هم د دوی په هڅو شاوخوا ۱۷ هغه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشې او د سپین بولدک له لارې هېواد ته را انتقال شول.
له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برخه کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ډېرې هڅې کړې دي.
که څه هم دا لا نه ده معلومه چې اوس مهال هلته څومره نور افغانان د پاکستان په زندانونو کې د بندیان دي، خو تر دې وړاندې ویل شوي چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېر افغانان بندیان دي.