ژباړن: ګل رحمان رحماني
عشق داسې الهي يا اسماني ډالۍ ده چې يوازې انسان ته ورکړل شوې، پرښته او شيطان ورڅخه بې برخې دي. ادم (ع) چې د مخلوقاتو له منځه پر ځمکه د خداى د استازولۍ لپاره غوره شو، تر ټولو ستره شتمني يې له عشق پرته بل څه نه وه. عشق يو متفات اضطراب او درد دى چې په حق ختمېږي. دنياوي عشق د حقيقى عشق تر منځ يوه مجازى پرده ده او کله چې عاشق رښتينى وي، نو حقيقي عشق ته رسېږي، د جام او شرابو خبره ده.
په دې شېبه کې يوه کس له شمس وپوښتل:
دلته څوک د شرابو او څوک د جام نقش لري؟
مرشد د عشق ساقي دى او مريد (دروېش) يې جام، اصل شراب عشق دى او بس، جامونه د عشق مريدان دي، چې د خپل ساقي (مرشد) په لاس ډکېږي.
د مرشد او پيرو اړيکه دنيوي ده؟
دا يوه عادي اړيکه نه ده، دنيوي تعريفونه ددې اړيکې د درک لپاره بسنه نه کوي، د ښه درک لپاره بايد له دنيايي قالبونو راووځي.
زليخا له يوسف سره د عشق په اوج او شدت کې خپل ټول شته او جواهرات هغه ته وبښل، هره رسوايي يې قبوله کړه، د مصر اشرافي کورنۍ کې د رسوايۍ په ستره کيسه بدله شوه. هغې هر شرم او رسوايۍ ته شا کړه، دا يې هېر کړل چې د خپل خاوند د غلام عاشقه ده، خو دا يو معمولي او متداول تړاو نه و، دا ډول عشق تر هغه وړاندې ځي چې ممکن ځان هم درنه هېر شي، خو په ورته وخت کې دومره ځواک هم درکوي چې د ټولنې په منځ کې مو له هر خطر ساتنه کوي.
کلونه وروسته چې دې داستان بله بڼه پيدا کړه، هر څه برعکس شول، يوسف د مصر د فرعون فکري سلاکار، ښوونکى او نږدې ملګرى شو، د مصر دويم ستر مقام و، دا مهال زليخا د خپل ژوند ترخې ورځې تېرولې، بېوزلې وه، حتى ګدايي يې کوله، پخوانۍ ښکلا او زړه را ښکون يې له منځه تللى و، چا نه پېژنده.
د يوه روايت يوسف هغه پيدا کړه او ورته وويل: زليخا! هغه مهال چې تا غوښتل واده راسره وکړې، زما د ارباب مېرمن وې، اوس چې ازاده يې، زه هم غلام نه يم؛ نو که غواړې واده درسره کولى شم.
زليخا يوسف ته وکتل، سترګو کې يې هغه پخوانى اور نه و او وويل: له تا سره مې چې کوم عشق در لود، فقط زما او زما د واقعي محبوب تر منځ يوه پرده وه، د خداى شکر ادا کوم چې دا پرده مې څېرې کړه، اوس مې چې حقيقي عشق وموند، نو ستا عشق ته اړتيا نه لرم."
واقعا چې زليخا حقيقت يا واقعي عشق ته د رسېدو لپاره له يوسف سره د خپل ستر عشق له لارې داسې لارې ووهلې چې زموږ ټولو په ذهن کې دي.