ګوترېش: نړۍ کې د رسنیو ازادي تر برید لاندې ده

ګوترېش: نړۍ کې د رسنیو ازادي تر برید لاندې ده


  • 1 کال دمخه (03/05/2023)
  • سمسور نیوز
  • 579

سمسور نیوز (۱۳غوایي۱۴۰۲) د می درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوترېش ویلي، اوس مهال د نړۍ په هر ګوټ کې د رسنیو ازادي تر برید لاندې ده. 

هغه په خپلو خبرو کې د خبریالانو پر وړاندې د شته ګواښونو په اړه هم اندېښنه ښوودلې او زیاته کړې یې ده چې په ۲۰۲۲ کال لږ تر لږه ۶۷ خبریالان وژل شوي چې د نورو کلونو په پرتله ۵۰ فیصده زیاتوالی ښي.

بل لورته د دې ورځې را رسېدو سره لاهم په افغانستان کې رسنۍ له یو ناوړه وضعیت سره مخ دي.

تېر کال د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي وو چې افغانستان د مطبوعاتو ازادۍ له پلوه د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو ترمنځ ۱۵۶ مقام ته ښکته شوی، چې ۳۴ درجې شاتګ یې کړی.

په ورته مهال اسلامي امارت وايي، دوی د رسنیو ملاتړ او شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي.